انصار: ( دکب 15مه) ، پاکستاني چارواکو ویلي چې په تېره یوه اوونۍ کې له پنځو زرو ډېر افغان کډوال له دغه هېواده ایستل شوي دي.
د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري اخراج د بهیر له پیل راهیسې تر اوسه څه باندې ۵۰۳ زره افغان کډوال ایستل شوي دي.
له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راایستلو لړۍ په نومبر میاشت کې پیل شوه چې تر اوسه دوام لري.
نه یوازې له پاکستان، بلکې له ایران او یو شمېر نورو هېوادونو څخه په زرګونه افغانان په زرو راایستل شوي دي.
افغان حکومت تل ټینګار کړی چې په بهر کې دې له افغان کډوالو سره سم چلند او په زور یې دې د هغوی له راایستلو څخه ډډه وشي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30447
قرأ